ترکيدو ناروغيو پر وړاندې، په کابل کې له زر ډېرو ماشومانو ته واکسين ورکړل شو

سرخکان لا هم د افغانستان د ماشومانو لپاره يو له جدي روغتيايي ګواښونو څخه ګڼل کېږي، په ځانګړي ډول د بېرته راستانه شويو کډوالو په کمپونو کې. په همدې موخه، نړيوالې کډوالۍ اداره (IOM) د سرخکان واکسين د لس ورځني کمپاین په ترڅ کې چې د اکتوبر په پيل کې ترسره شو، له زر زيات ماشومان واکسين کړل.
د خپرو شویو معلوماتو له مخې، په دې روغتيايي اقدام کې ۱،۰۱۷ ماشومان چې ۵۰۸ يې هلکان او ۵۰۹ نجلۍ وې، واکسين شوي دي. دا برنامه د نړيوالو بنسټونو له خوا د هغو ناروغيو د مخنيوي لپاره ده چې له بېرته راستانه شويو او بېځايه شويو کورنيو سره تړاو لري.
په داسې حال کې چې نړيوالې ادارې هڅه کوي د افغانستان ماشومانو ته د روغتيايي خوندیتوب زمينه برابره کړي، خو په هېواد کې د منظم روغتيايي خدمتونو رسول، په ځانګړي ډول لرې پرتو سيمو ته، له جدي ننګونو سره مخ دی. د طالبانو اداره د اساسي روغتيايي خدمتونو د نشتوالي له امله له نيوکو سره مخ شوې ده.
روغتيايي کارپوهان خبرداری ورکوي چې که د واکسين پروګرامونو پراخ څار او ملاتړ ونه شي، کېدای شي د مخنيوي وړ ناروغيو له امله د ماشومانو د مړينې کچه لوړه شي. دا حالت د افغانستان د ماشومانو د روغتيا د تأمين لپاره د ملي او نړيوالو بنسټونو اغېزمنې همکارۍ ته جدي اړتيا څرګندوي.




