ایران چمتو ده چې د پاکستان او طالبانو تر منځ منځګړیتوب وکړي

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان وایي، تهران چمتو دی چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د ترینګلتیاوو کمولو او شخړو هوارولو لپاره همکاري او منځګړیتوب وکړي. نوموړي دا څرګندونې د اقتصادي همکاریو سازمان (اکو) د کورنیو چارو وزیرانو د غونډې پر مهال، له د پاکستان له کورنیو چارو وزیر سید محسن نقوي سره په لیدنه کې وکړې.
پزشکیان د ایران او پاکستان اړیکې د دوه اړخیز اعتماد او ورورولۍ پر بنسټ وبللې او ټینګار یې وکړ چې دواړه هېوادونه باید خپل علمي، فرهنګي، اقتصادي، امنیتي او سیاسي همکارۍ پراخې کړي. هغه زیاته کړه چې دغه ډول اړیکې کولای شي نورو سیمهییزو هېوادونو ته ښه نمونه وي.
د ایران ولسمشر د ایران او پاکستان د ملتونو ترمنځ تاریخي او دیني نږدېوالي ته په اشاره هیله څرګنده کړه چې د اکو غونډې به د دواړو هېوادونو ترمنځ د پخوانیو هوکړو د پلي کېدو بهیر ګړندی کړي. هغه زیاته کړه چې اسلامي هېوادونه باید په ګډه د خپلو ګډو دښمنانو پر وړاندې ودریږي او له شخړو او ترینګلتیاوو ډډه وکړي.
په ورته مهال د پاکستان د کورنیو چارو وزیر سید محسن نقوي هم د دواړو هېوادونو د اړیکو پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل چې ایران ته د ده پرلهپسې سفرونه د دغه اړیکو ژورتیا ښيي. هغه له ایران سره د سرحدي همکاریو، د ترهګرۍ پر ضد ګډې مبارزې او د ناقانونه کډوالو د مسایلو یادونه وکړه، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو مهمې برخې یې وبللې.
نقوي وویل، اسلاماباد له طالبانو سره په خبرو بوخت دی څو د سولې له لارې ترینګلتیاوې هوارې شي. نوموړي د ایران رول په سیمه کې د ثبات د ټینګښت او د شخړو د کمښت لپاره ارزښتناک وباله او ټینګار یې وکړ چې له تهران سره دې دا نږدې همکارۍ دوام ومومي.
دا خبرې داسې مهال کېږي چې د طالبانو اداره تر اوسه د خپلو ګاونډیو په ځانګړي ډول پاکستان امنیتي اندېښنو ته روښانه او مؤثر ځواب نه دی ویلی. د طالبانو د ادارې سرحدي ناامنۍ او د کډوالو تګلارې د سیمې هېوادونه له جدي اندېښنو سره مخ کړي دي.




