دوهم سرلیکسياستمهم خبرونه

پاکستان: طالبان د افغان ولس له کړاوونو سیاسي استفاده کوي

په استانبول کې د پاکستاني او طالب استازو تر منځ د څلور ورځنیو خبرو په دوام کې، د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاالله ترار پر طالبانو سختې نیوکې وکړې. نوموړي وویل چې دغه ډله د افغانستان ولس پر وړاندې هېڅ ډول مسؤلیت نه لري او پر ځای د دې چې د ثبات لپاره هڅه وکړي، غواړي افغانستان بې ضرورته جګړې ته ورسوې.

ترار په خپله یوه پیغام کې پر اېکس لیکلي چې طالبان د «جګړه‌ییز اقتصاد» له لارې فعالیت کوي او د افغانانو له زیاتېدونکو کړاوونو څخه سیاسي او نظامي استفاده کوي. هغه ټینګار کړی چې پاکستان د ښه نیت پر بنسټ په دې خبرو کې ګډون کړی، خو طالبانو دا ډاډ نه دی ورکړی چې د افغانستان خاوره به د پاکستان پر ضد د ترهګرو ډلو له لوري ونه‌کارول شي.

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر ادعا کړې چې د خبرو پر مهال د طالبانو پلاوي څو ځلې د اسلام‌اباد له مشروعې غوښتنې سره، چې باید پر ترهګرو ډلو مؤثر اقدام وشي، لفظاً موافقه کړې، خو په عمل کې یې هېڅ ډول تضمین نه دی وړاندې کړی. د ترار په وینا، طالبانو او د ناستې کوربه ته څرګند شواهد وړاندې شوي چې ترهګرې ډلې په افغانستان کې فعالیت لري، خو د طالبانو غبرګون یوازې انکار او د مسؤلیت نه منل وو.

عطاالله ترار زیاته کړې چې طالبان د خبرو پر مهال له اصلي موضوع څخه ځان اړوي او د حساب ورکولو پر ځای د عامه ذهنیتونو له لوبو او د نورو پړه اچونې څخه کار اخلي. هغه ټینګار کړی چې دا چلند د کومې عملي حل لارې د ترلاسه کولو مخه نیسي.

هغه دا هم ویلي چې پاکستان به د خپلو وګړو د ساتنې لپاره اړین ګامونه پورته کړي او د هر هغه پټنځای، ملاتړي او همکار پر وړاندې به اقدام وکړي چې له تروریستي ډلو سره اړیکې لري. ترار زیاته کړه چې طالبان د دوحې تړون له مخې پر خپلو لیکلي تعهداتو هم عمل نه دی کړی.

له بلې خوا، یو طالب چارواکی چې نه‌يې غوښتل نوم یې وښودل شي، رسنیو ته ویلي چې کېدای شي پاکستان د خبرو مېز پرېږدي. د نوموړي په وینا، د پاکستان د پوځي جوړښت دننه اختلافونه د خبرو پر وړاندې خنډ شوي او د پاکستان پلاوی لازم منطق او صلاحیت نه درلود.

دغه طالب چارواکي دا هم ادعا کړې چې د تحریک طالبان پاکستان (TTP) مسئله د پاکستان داخلي ستونزه ده، نه د افغانستان، او اسلام‌اباد باید دا مسئله د خپلو پولو دننه حل کړي. هغه ټینګار کړی چې طالبان د پاکستان دننه بریدونو مسؤل نه دي او د TTP فعالیتونه تر دوی بهر دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button